د محرمیت خبرتیا
دا خبرتیا روښانه کوي چې موږ څنګه ممکن ستاسو معلومات وکاروو که تاسو:
- زموږ وېبپاڼې ته لاړ شئ:https://dodrewardsprogram.net
- موږ سره په نورو اړوندو لارو اړیکه ونیسئ – چې پکې بازارموندنه او پیښې شاملې دي
په دې محرمیت اطلاعیه کې، موږ د لاندې مواردو ته اشاره کوو:
- ”.وېبپاڼه“ هره وېبپاڼه چې دا پالیسي پکې یاد شوې وي
- ”هدف له خدمتونه“ زموږ وېبپاڼه او اړوند خدمتونه، او نوری لکه د بازارموندنه او پیښې
د دې محرمیت خبرتیا هدف دا دی چې تاسو ته واضح وښيي موږ کوم معلومات راټولوو، څنګه یې کاروو، او ستاسو کوم حقوق پکې شامل دي. که له دې پالیسي سره موافق نه یاست، مهرباني وکړئ زموږ له خدمتونو څخه استفاده بنده کړئ.
مهرباني وکړئ دا د محرمیت خبرتیا په دقت سره ولولئ، ځکه دا به درسره مرسته وکړي چې پوه شئ موږ له هغو معلوماتو سره څه کوو چې موږ یې راټولوو.
په اتومات ډول راټول شوي معلومات
په لنډ ډول: ځینې معلومات – لکه ستاسو IP ادرس، براوزر او د وسيلې ځانګړتیاوې – موږ ته اتومات راځي کله چې وېبپاڼې ته ورشئ.
موږ دا معلومات په اتومات ډول راټولوو کله چې تاسو زموږ وېبپاڼې ته ورځئ، کاروئ یا پکې ګرځئ. دا معلومات ستاسو مشخص هویت (لکه نوم یا تماس) نه څرګندوي، خو کیدای شي داسې معلومات پکې وي لکه IP ادرس، د وسيلې ځانګړنې، عملیاتي سیستم، د ژبې خوښونه، موقعیت، هېواد، URL پته، او نور تخنیکي معلومات. دا معلومات اکثره د امنیت او د وېبپاڼې د فعالیت لپاره اړین دي، او همداراز زموږ داخلي تحلیل او راپور ورکولو موخو لپاره کارېږي.
لکه د ډېرو شرکتونو په څېر، موږ هم د کوکيز او ورته ټکنالوژیو له لارې معلومات راټولوو.
privacy_policy.information_sub_header
- لاګ او د استعمال معلومات:
لاګ او د استعمال معلومات هغه معلومات دي چې زموږ د خدمت، تشخیص، استعمال او فعالیت سره تړاو لري، او زموږ خدمات دا معلومات په اوتومات ډول راټولوي کله چې تاسې زموږ وېبسایټ ته لاسرسی کوئ یا ترې استفاده کوئ، او دا معلومات موږ په لاګ فایلونو کې ثبتوو. دا لاګ معلومات، د دې پر بنسټ چې تاسې له موږ سره څنګه تعامل کوئ، کېدای شي لاندې معلومات ولري: ستاسې د IP پته، د وسیلې معلومات، د براوزر ډول او تنظیمات، او ستاسو د فعالیت معلومات په وېبسایټ کې (لکه د استعمال نیټه/وخت، لیدل شوې پاڼې او فایلونه، لټونونه او نور اقدامات چې تاسې یې کوئ، لکه کومې ځانګړتیاوې مو کارولي دي)، د وسیلې د پېښو معلومات (لکه د سیستم فعالیت، د تېروتنو راپورونه چې کله ناکله ورته 'کراش ډمپونه' ویل کېږي، او د هارډویر تنظیمات) - د وسیلی معلومات:
موږ د وسایلو معلومات راټولوو، لکه ستاسو د کمپیوټر، تلیفون، ټابلیټ، یا هر هغه بل وسیله چې تاسو پرې زموژ ویبسایټ ته لاسرسی کوئ. د کارېدونکې وسیلې له مخې، دا معلومات ممکن لاندې برخې ولري: ستاسو د IP پته (یا د پراکسي سرور له لارې)، د وسیلې او اپلیکیشن پېژند شمېرې، موقعیت، د براوزر ډول، د وسيلې ماډل، د انټرنټ خدماتو چمتو کوونکی، او/یا د موبایل شبکه، عملیاتي سیسټم، او د سیسټم د تنظیماتو معلومات. - د موقعیت (ځای) معلومات:
موږ د هغو وسایلو موقعیتي معلومات راټولوو چې تاسو پرې زموږ وېبپاڼې ته لاسرسی کوئ، لکه کمپیوټر، ګرځنده تلیفون، ټابلیټ یا بل هر ډول وسیله. دغه معلومات کولای شي دقیق یا غیر دقیق وي. دا چې موږ څومره او څه ډول معلومات راټولوو، د هغې وسیلې له ډول، ځانګړنو او تنظیماتو سره تړاو لري.د بېلګې په توګه، موږ کولای شو جغرافیایي موقعیتي معلومات راټول کړو چې ستاسو اوسنی ځای څرګندوي، لکه هغه ځای چې ستاسو انټرنټي پته یې ښيي. تاسو دا حق لرئ چې دغو معلوماتو له راټولولو سره مخالفت وکړئ. دا کار کولای شئ د موقعیت معلوماتو ته د لاسرسي اجازه نه ورکولو یا د خپلې وسیلې د موقعیت ټاکلو (لوکېشن) تنظیم غیرفعال کولو له لارې ترسره کړئ. خو په یاد ولری چې که تاسو له دې حق څخه استفاده وکړئ او موقعیتي معلوماتو ته اجازه ورنکړئ، نو کېدای شي زموږ د خدماتو ځینې برخې یا ځانګړتیاوې درته فعالې نه وي او نشئ کولای له هغو څخه استفاده وکړئ.
موږ ستاسو معلومات څنګه کاروو؟
موږ هغه شخصي معلومات چې زموږ د وېبپاڼې له لارې راټول شوي وي، د بېلابېلو سوداګریزو هدفونو لپاره کاروو چې لاندې يې تشريح کوو
- د خپلو خدماتو د خوندي ساتلو لپاره: موږ ممکن ستاسو معلومات د خپلې هڅې په توګه وکاروو ترڅو خپل ویبپاڼه خوندي او محفوظ وساتو (لکه د درغلیو څارنې او مخنیوي لپاره).
- د خپلو شرایطو، قواعدو او پالیسۍ د پلي کولو لپاره، ترڅو له قانوني او تنظیمي غوښتنو سره سم عمل وشي
- د روان فعالیت حمایت او بشپړولو لپاره
- د وېبپاڼې ساتنې او مدیریت لپاره
- د څېړنې او پرمختیا لپاره
- د قانون د پلي کولو منظور شوي فعالیتونه ترسره کول
ایا موږ کوکيز او نور تعقیبي ټکنالوژي کاروو؟
لنډ ځواب:موږ هځه کوو چې ستاسو شخصي معلومات د یوه منظم سیسټم او تخنیکي امنیتي تدابیرو له لارې خوندي کړو
موږ مناسب تخنیکي او اداري امنیتي تدابیر پلي کړي دي، څو هغه شخصي معلومات خوندي وساتو چې موږ یې پروسس یا کاروو. سره له دې، که څه هم موږ هڅه کړې چې ستاسو معلومات خوندي وساتو، خو هېڅ برېښنایي لېږد د انټرنېټ له لارې یا د معلوماتو ذخیره کولو ټکنالوژي سل سلنه توګه خوندي نه شي تضمین کېدلی. له همدې امله، موږ دا تضمین نه شو ورکولای چې هکران، سایبري مجرمان، یا نور غیرمجاز اشخاص به زموږ امنیتي تدابیر مات نه کړي او ستاسو معلومات به په ناسم ډول راټول، لاسرسی، غلا، یا بدل نه کړي
د 'تعقیب نهکول' (Do-Not-Track) کنټرولونه
اکثره وېب براوزرونه، ځینې د موبایل عملیاتي سیسټمونه، او ځینې موبایلي اپلیکیشنونه داسې یو تنظیم یا فیچر لري چې 'تعقیب مه کوئ' نومېږي. تاسو کولای شئ دا فیچر فعال کړئ، تر څو وښایئ چې نه غواړئ ستاسو د انټرنټي لټون فعالیتونه تعقیب شي یا معلومات مو راټول شي. اوسمهال، داسې کوم واحد او بشپړ تخنیکي معیار نه دی جوړ شوی چې دا ډول 'تعقیب مه کوئ' سیګنالونه وپېژني او تطبیق یې کړي. له همدې امله، موږ دا مهال د براوزر له لوري د تعقیب نه کولو سیګنالونو یا نورو ورته اتوماتیکو میکانېزمونو ته، چې ستاسو د محرمیت خوښه څرګندوي، ځواب نه ورکوو. که په راتلونکي کې داسې یو رسمي معیار جوړ شي چې موږ باید یې مراعت وکړو، نو موږ به تاسو د محرمیت د دې اعلامیې د نوي شوې نسخې له لارې خبر کړو.
له متحده ایالاتو څخه بهر زموږ د ویبپاڼی کاروونکو ته خبرتیا
زموږ خدمات د متحده ایالاتو څخه زموږ له خوا کنټرول او چلول کیږي، دا خدمات د متحده ایالاتو د اوسیدونکو لپاره برابر شوي دي، او هدف یې دا نه دی چې موږ د متحده ایالاتو پرته د کوم بل هېواد، دولت، یا سیمې د قوانینو یا صلاحیتونو تابع وګرځوي. هغه معلومات چې تاسو د دې خدماتو د کارولو په ترڅ کې ورکوی، ممکن په متحده ایالاتو او نورو هېوادونو کې ذخیره، پروسس، انتقال او لاسرسی ورته وشي، چې کېدای شي د شخصي معلوماتو د ساتنې په برخه کې ستاسو د اوسیدو هېواد په څېر ورته معیارونه ونه لري. که تاسو نه غواړئ چې ستاسو شخصي معلومات له ستاسو هېواد څخه بهر ولیږدول شي، نو مهرباني وکړئ داسې معلومات د جګړې وزارت د جایزو پروګرام ته مه ورکوئ او زموږ وېبسایټ مه کاروئ. تاسو د جګړې وزارت د جایزو پروګرام ته د خپل شخصي معلوماتو د ورکولو سره په واضح ډول موافقه کوئ چې ستاسو معلومات متحده ایالاتو ته انتقال شي.
د جګړې وزارت د جایزو پروګرام یا د دې د خدماتو چمتو کوونکي ممکن ستاسو شخصي معلومات له اروپایي اقتصادي سیمې څخه نورو هېوادونو ته انتقال کړي. ځینې له دغو هېوادونو څخه هغه هېوادونه دي چې اروپایي کمیسیون تر اوسه نه دي ټاکلي چې د اروپایي اقتصادي سیمې د معیارونو سره سم د معلوماتو د ساتنې مناسبه کچه وړاندې کوي. کله چې معلومات هغو هېوادونو ته انتقالیږي چې د اروپایي اقتصادي سیمې د معیارونو سره سم د معلوماتو د ساتنې کچه ونلری، د جګړې وزارت د جایزو پروګرام د قانوني میکانیزمونو مختلف ډولونه کاروي ترڅو ستاسو شخصي معلومات وساتي. دا میکانیزمونه په قراردادونو کې د ځانګړو موادو شاملول او د خدماتو چمتو کونکو لخوا د لیکلي تضمینونو ترلاسه کول شامل دي
پرته له دې چې ستاسو معلومات چیرته زیرمه شوي وي یا له کوم ځای څخه ورته لاسرسی ترسره کېږي، موږ به ستاسو شخصي معلومات د دې د محرمیت تګلارې له مخې تنظیم او اداره کړو.
بهرنۍ وېبپاڼې ته لینکونه
د متحده ایالاتو د فدرالي حکومت څخه بهر ویبپاڼو ته لینکونه، یا د جګړې وزارت د جایزو پروګرام په ویبپاڼه کې د سوداګریزو نومونو، شرکتونو یا مؤسسو یادونه، یوازې د کاروونکو د آسانتیا لپاره وړاندې شوي دي. دغه ډول یادونې د متحده ایالاتو د جګړې وزارت د جایزو پروګرام له لوري د کوم خصوصي سکتور ویبپاڼې، محصول یا خدمت رسمي تایید یا تصویب نه ګڼل کېږي.
د کمپیوټری درغلۍ او ناوړه استفادې قانون
په دې وېبپاڼه کې د معلوماتو د ناقانونه پورته کولو (اپلوډ) او/یا د بدلون هڅې په کلکه منع دي، او دغه ډول کړنې د ۱۹۸۶ میلادي کال د کمپیوټري درغلیو او ناوړه استفادې قانون، د متحده ایالاتو د قانون د اتلسم عنوان ۱۰۳۰مې مادې، او همداراز د همدې عنوان د ۱۰۰۱مې مادې له مخې د قانوني تعقیب وړ دي.
د جګړې وزارت د محرمیت پالیسي
تاسو کولی شئ در امریکا د جګړې وزارت د ویب پاڼی د محرمیت پالیسي دلته وګورئ:
https://www.defense.gov/Legal-Administrative/Privacy-Security/
موږ سره څنګه اړیکه نیولی شی
که تاسو زموږ د محرمیت د تګلارې یا ستاسو د معلوماتو د کارونې په اړه کومه پوښتنه لرئ، نو موږ ستاسو د نظرونو او پوښتنو هرکلی کوو. که غواړئ د متحده ایالاتو د جګړې وزارت د محرمیت د پروګرام په اړه نوره معلومات ترلاسه کړئ، مهرباني وکړئ د جګړې وزارت په ویبپاڼه کې د محرمیت برخه وګورئ. (defense.gov)