Africa Seal

د متحده ایالاتو د جګړې وزارت د مرکزي قوماندانۍ یا USCENTCOM د انعامونو پروګرام

معلومات ورکړئ. انعام واخلئ. خپل ټولنه خوندي وساتئ.

د متحده ایالاتو د جګړې وزارت د مرکزي قوماندانۍ د انعامونو پروګرام (DoWRP) یو باوري او محرم پروګرام دی چې هغه کسانو ته انعام ورکوي چې ګټور او تایید شوي معلومات شریک کړي. داسی معلومات چی د منځني ختیځ د امنیت او ثبات په ساتلو کې مرسته کوي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي، او د امریکا او د امریکا متحدو ځواکونه خوندي ساتي.

یواس سنتکام څوک دی؟

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ یا یواس سنتکام یو ګډ جنګي قومانداني ده چې د امریکا د جګړې وزارت تر چتر لاندې ده. دا قومانداني په منځني ختیځ، منځنۍ آسیا، او د جنوبي آسیا په ځینو برخو کې د امریکایي پوځی عملیاتو څارنه کوي. د خپلو متحدینو او شریکانو سره یو ځای، USCENTCOM د سیمې د امنیت او ثبات په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

راپور ورکړئ
About Program
How it Works
دا څنګه عملي کېږي

د راپور ورکولو بهیر

د USCENTCOM د انعامونو پروګرام هغو کسانو ته مالي انعامونه ورکوي چې منځینی ختیخ کی د ترهګرۍ او د امریکا یا د امریکا د متحد ځواکونو پر ضد د پلان شوو بریدونو په اړه ګټور معلومات ورکوي. د راپور ورکوونکو هویت کاملاً محرم ساتل کېږي.

  1. 1 خلک کولای شي خپل معلومات د واتسآپ، تیلیګرام یا د خوندي آنلاین فورم له لارې محرم ډول وسپاري.
  2. 2 سپارل شوي معلومات د جګړې وزارت د سنتکام چارواکو له خوا ارزول کېږي.
  3. 3 که معلومات هم تایید شي او هم ګټور وي، کس سره پټه اړیکه نیول کېږي او د ارزښت سره سم انعام ورکول کېږي.

د راپورونو د لوړ حجم له امله چه USCENTCOM یی ترلاسه کوی، ښايي د ستاسو راپور پروسس کول یو څه وخت ونیسي، خو ډاډه اوسئ چې ستاسو راپور به حتمي وکتل شي.

نور معلومات ترلاسه کړئ
اړینه معلومات

پروګرام کوم ډول معلوماتو ته انعام ورکوي؟

دا پروګرام د معلوماتو او غیر مرنګه مرستې لپاره انعامونه وړاندې کوي چې د متحده ایالاتو او متحدینو ځواکونو ته د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره مرسته کوي.

د انعام ارزښت

میلیونونه ډالر انعامونه

دا پروګرام تر ۵،۰۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې نغدي انعامونه ورکوي. خو د انعام اندازه د ورکړل شوې معلوماتو پر کیفیت، د هغو معلوماتو پر ارزښت چې د امریکا او متحدینو عملیاتو ته ګټه رسوي، او د مخنیوي یا له منځه وړل شوي ګواښ پر کچه پورې اړه لري. څومره چې معلومات ځانګړي او مهم وي، همغومره د انعام ارزښت لوړ وي.

Reward Value

بریالۍ کیسې

د متحده ایالاتو د جګړې وزارت د مرکزي قوماندانۍ د انعامونو پروګرام له پیله تر اوسه، د ۲۶.۴ میلیونه ډالرو څخه زیات انعامونه د هغو معلوماتو په بدل کې ورکړل شوي چې د منځني ختیځ د خوندي کېدو لامل شوي دي.

نور معلومات ترلاسه کړئ

اکثره پوښتل شوي پوښتنې

د USACENTCOM DoWRP په اړه تر ټولو زیات پوښتل شوي سوالونو ته ځوابونه پیدا کړئ

راپور ورکړئ

معلومات ورکړئ. انعام واخلئ. خپل ټولنه خوندي وساتئ.

راپور ورکړئ